تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بريتانيا د لومړي وزير مرستيال د لګېدلو تورونه له کبله استعفا ورکړه
د بريتانيا د لومړي وزير رشي سوناک مرستيال ډومېنيک راب وروسته له هغه استعفا وکړه چې د کارکوونکو د ځورولو تورونه پرې ولګول شول.
پر ښاغلې راب تور دی چې د دندې پر مهال يې له کارکوونکو سره ناوړه چلند کړی او ځورولي يې دي.
ښاغلی راب د عدليې او بهرنيو چارو وزارتونو په ګډون له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو لپاره د دغه هېواد د خبرو اترو مشري په غاړه لرله.
څو مياشتې وړاندې د عدليې وزارت او يو شمېر نورو وزارتونو د ځينو کارکوونکو له خوا د ښاغلي راب پر وړاندې د زور زياتي تورونه راپورته شول او لومړي وزير په دې اړه د څېړنې لپاره يوه کمېټه جوړه کړه چې ويل کېږي د پلټونکي پلاوي تر شپېتو زيات شکايتونه څېړلي دي.
د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې د ښاغلي راب تر لاس لاندې ځينو کارکوونکو ويلي، چې له دوی سره يې له سپکاوی ډک چلند کړی چې له امله يې ځينو په غونډو کې ژړلي دي.
ډومېنیک راب د ريشي سونک يو له نژدې متحدينو بلل کېږي او د پلټنې پر مهال اجازه ورکړل شوې وه چې په خپله دنده پاتې شي.
لومړي وزير ته په استعفا ليک کې ښاغلي راب ليکلي، "د پلټنې پايله به يوه خطرناکه بېلګه رامنځ ته کړي خو زما د کړې ژمنې پورله کولو لپاره له خپلې دندې استعفا ورکوم. " نوموړي ويلي وو که پايله د ده خلاف راغله نو له خپلې دندې به لاس په سر کېږي.
په دغه لیک کې د ښاغلي راب پر وړاندې د لګېدليو تورونه په اړه نور جزئیات هم شته. په لیک کې راغلي چې د "پلټنې ډلې د دوو قضيو پرته پر ماټول تورونه رد کړي دي. "
نوموړي زياته کړې، "په داسې قضيو کې د زور زياتي تورونه د دې لامل کېږي چې وزيران به له خپل لاس لاندې کسانو ته حکم يا پر هغوی د نيوکې واک ونلري چې دا د اغېزمنې حکومتولۍ لپاره خطرناکه ده. "
ډومينېک راب ويلي، "هغه څه چې د ځورونې په توګه ياد شوي يوزاې د کارکوونکو پر فعاليت نيوکه وه."
په ورته وخت کې نوموړي ويلي، "که چېرې زما چلند د کارکوونکو د خپګان او ناخوښۍ لامل شوی وي، په کلکه بښنه غواړم. "
د پلټنو ډلې د راپور متن چې لومړي وزير ته لېږل شوی لا نه دی خپور شوی خو ډومېنیک راب ويلي د پلټنې ډلې د ده پر وړاندې ډېری تورونه رد کړي دي.