د سېنېګال ګلابي ډنډ؛ سيلانيان کم شوي

د ویډیو تشریح، د سېنېګال ګلابي ډنډ؛ سيلانيان کم شوي
د خپرېدو وخت

د سېنېګال مشهور ګلابي ډنډ، چې سيمه کې په لاک روز پېژندل کېږي، د دغه هېواد يو له داسې ځايونو و، چې تر ټولو ډېر خلک به یې سيل ته ورتلل، او ان دې ته نژدې و، چې د ملګرو ملتونو يونېسکو ټولنې نړيوال ميراث شي خو تېر کال بيا درانه سېلابونه پر دې معنا وو، چې ځلند ګلابي رنګ یې وبايلود.

دې حالت پر هغو شاوخوا ۳ زرو خلکو اغېز وکړ، چې له دغه ډنډ سره اوسېږي او پر سيلانۍ یې تکيه کوی.

د بي بي سي خبريالې ثريا علي پرې له ډاکاره دا راپو رالېږلی دی.