فضا سپړنه: سپوږمۍ ته د ستورمزلو لېږنه

د ویډیو تشریح، فضا سپړنه: سپوږمۍ ته د ستورمزلو لېږنه
د خپرېدو وخت

ناسا د خپل ارټيمیس ۲ ماموریت عمله اعلان کړه، چې د سپوږمۍ چاپېر به الوتنې کوي. دې اعلان شوې عمله کې به لومړۍ ښځه او لومړی تورپوستی امریکایی هم وي چې پر يوه سپوږميز سفر ځي.

که هرڅه له پلان سره سم ولاړ شي، نو دا پنځه کسان به راتلونکی کال الوځي. دوی به پر سپوږمۍ د يوې دایمي اډې جوړولو کې مرسته کوي.

د بي بي سي ساینسي چارو خبریاله روبېکا مورېل پرې رپوټ لري.