عمران خان:‌ اېسټبلشمېنټ‌ پرېکړه کړې چې ما واک ته راتګ ته پرې نږدي

د خپرېدو وخت

پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي اېسټبلشمنېټ پرېکړه کړې چې دی به واک ته رسېدو ته نه پرېږدي.

پاکستان کې د اېسټبلشمېنټ اصطلاح د دغه هېواد ځواکمن پوځ، استخباراتو او د دوی سیاسي او ملکي ملاتړو ته کارول کېږي.

عمران خان دا څرګندونې د پاکستان دویم ګڼ مېشتي ښار لاهور کې د خپلو پلویانو یوې سترې غونډې ته کړې.

نوموړي وویل "له اېسټبلشمنېټ پوښتنه کوم، تاسې پرېکړه کړې چې عمران خان بریا ته پرې نږدئ. واک ته رسېدو ته یې پرې نږدئ، لږ تر لږه دا خو ووايئ چې تاسې د هېواد ژغورلو لپاره څه پروګرام لرئ؟"

هغه زیاته کړه "که راته ووایئ چې زموږ سره دا پروګرام دی چې هېواد به ورسره پر پښو ودرېږي، نو زه به ووایم سمه ده. زه به کېنم."

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر لاهور کې د خپلو پلویانو دې غونډې ته د مرمۍ ضد ښیښې له شا وینا کوله.

هغه وویل "اوس د سختو پرېکړو وخت دی، خو دا پرېکړې یوازې هغوی کولی شي چې ولس پرې باورمن وي."

عمران خان په دې غونډه کې یوه لس ماده ییزه اېجنډا هم وړاندې کړه، چې د ده په وینا د پاکستان اقتصاد ورسره وده کولی شي.

هغه وویل هېواد ته د پانګونې راجلبېدو لپاره باید نظام سم شي، ځکه د نوموړي په وینا په دې توګه به بهر کې مېشت پاکستانیان خپل هېواد ته د ډالرو استول پیل کړي.

عمران خان وویل "امریکا کې ۱۸ زره مېشت پاکستانیان ۲۰۰ میلیارد ډالره پانګه لري. موږ له 'ای اېم اېف' ۶ میلیارد ډالر غواړو. له لسو پاکستاني سوداګرو سره ۲۵ میلیارد ډالر شتمني ده - پاکستانیانو څو کلونو کې له دې هېواده دوبۍ کې د ۱۰ اعشاریه ۴ میلیارد ډالرو جایدادونه پېرلي."

هغه وویل که سیستم سم شي، نو بهر مېشتي پاکستانیان به خپل هېواد کې پانګونه وکړي او دا چې ګوندې دوی دغه کار ته پلان جوړ کړی دی.‌

عمران خان همدا راز د کانونو، ګرځندوی صنعت او د کرنیزو محصولاتو ډېرولو ته په پام ګرځولو ټینګار وکړ.

هغه دا د چا د نوم له اخیستلو پرته دا تور هم پورې کړ چې ګوندې شتمن پاړکی له هېواده پیسې باسي چې مخه یې باید ونیول شي.

د تحریک انصاف ګوند مشر وويل "له دې وضعیته د وتلو لار یوازې ټاکنې دي."

هغه دلته همدا راز د ټاکنو د ځنډېدو پر پرېکړه هم نیوکه وکړه.

ټاکلې وه پاکستان کې ټولټاکنې راتلونکې اپرېل میاشت کې وشي،‌ خو حکومت اکتوبر ته وځنډولې.