د کموډيا لرغونې ګاڼې: بېرته دغه هېواد ته وراستول شوې
د خپرېدو وخت
د کمبوډیا د انګکور زمانې ګاڼو یوه لویه زېرمه، چې د ځینو یې تاریخ اوومې پېړۍ ته رسېږي، په لندن کې موندل شوې او بېرته پلازمېنې ته لېږدول شوې.
دغه غلا شوي توکي د لرغونو اثارو، یوه پېژندل شوي قاچاق وړونکي پورې اړه لري.
د کمبوډیا کارپوهان وايي دوی مخکې هېڅکله د ګاڼو دومره ډېره برخه نه وه لیدلې او په شته والي یې حیران دي.