بي بي سي خبریالان په اوکرایین کې د روسي ځواکونو توغندیز برید شاهدان وو
د خپرېدو وخت
د بي بي سي خبریالانو یوه ډله د اوکرایین په خېرسون کې له هغه مرستندویانو سره د خبري پوښښ لپاره ملتیا کوله چې هره میاشت څو ځله د سیمې پر خلکو خواړه ویشي. دا رضاکار داسې حال کې مرستې وېشي چې د روسي پوځونو د توپخانې بریدونه په سیمه کې معمول دي. د بي بي سي خبریالانو دا مرستندویان په داسې حال کې ولیدل چې ژوند یې له پرلپسې ګواښ سره مخامخ و.