اوکرايين کې جګړه: د ژوند بيا رغولو هڅې

د ویډیو تشریح، اوکرايين جګړه: د ژوند بيا رغولو هڅې
د خپرېدو وخت

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تېر کال پر اوکرایین د روسیې تر برید وړاندې، په هرو دوو اوکرایینیانو کې یو یې داسې و چې د خپل ژوند د بیا رغولو په برخه کې یې مرسته پکار وه.

دا کسان تر ډېره د اوکرایین په ختیځ کې د هغې جګړې قربانیان وو چې اته کاله وړاندې پیل شوې وه. وروسته په کورونا وبا کې هم ډېر خلک اغېزمن شول.

اوس هم روانې جګړې د اوکرایین زرګونه ملکیانو او پوځیانو ته زیان رسولی دی.

د بي بي سي اوکرایین خبریال جیمز واټر هاوس ته اجازه ورکړل شوه چې یوه روغتون ته ولاړه شي او پکې له مېشتو کسانو سره وګوري.