سوريه کې له زلزلې وروسته د مرستو رسولو کې پر ملګرو ملتونو نيوکې شوې
د خپرېدو وخت
د سوریې په شمال لوېدیځ کې له ویجاړونکې زلزلې یوه میاشت کېږي او په دې اړه نيوکې په ډېرېدو دي چې څنګه ملګري ملتونه دلته خلکو ته د بېړنیو ژغورونکو مرستو په رسولو کې پاتې راغلي دي.
کله چې زلزله وشوه ترکیې ته مرستې ورسېدې خو سوریې ته پنځه ورځې وروسته ایله ملګري ملتونه ورغلل.
د سوریې شمال لوېدیځ سیمه څه باندې ۱۲ کلنې جګړې ځپلې او حکومت مخالفي پکې واکمنې دي.
منتقدین وايي خپله ملګرو ملتونو دغې سیمې ته د ژوند ژغورونکو مرستو مخه نیولې ده.