سېچلز کې نشه یې توکي؛ د مخدره توکو پر وړاندې مبارز روانه ده
د خپرېدو وخت
سېچلز څو میلیون ډالري سیاحتي صنعت لري. خلک یې استوایي جنت بولي. خو دغه هېواد په نړۍ کې د هېروینو له ترټولو لویې ستونزې سره هم مخامخ دی. شمېرې ښيي چې شاوخوا لس فیصده وګړي یې په مخدره توکو روږدو دي.
هېروین په مشهورو قاچاقي لارو له اسیا ور وړل کېږي. اوس یې حکومت مخدره توکو پر ضد جګړه پیل کړې خو دا هېواد له سلو ډېرو ټاپوګانو جوړ دی، چې د پولو څار یې پولیسو لپاره ستونزمن کار دی.