د ترکيې له زلزلې وروسته د ژغورنې په عملياتو کې د سپيانو ونډه

د ویډیو تشریح، د ترکيې له زلزلې وروسته د ژغورنې په عملياتو کې د سپيانو ونډه
د خپرېدو وخت

په ترکیه او سوریه کې د ویجاړونکو زلزلو یوه میاشت وشوه. ډېر ژوندي پاتې شوي اوس هم مناسبه سرپناه نه لري، او په کلیوالو سیمو کې ځینې وايي کافي مرستې نه ورسېږي. په دې زلزلو کې تر ۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې یوازې په ترکیه کې لږ تر لږه یو نیم میلیون خلکو په خیمو کې پناه اخیستې او دوه میلیون نور نورو سیمو ته تللي دي.

له دې زلزلې وروسته، د ژوندي پاتې شویو او مړو شویو کسانو په جسدونو پسې لټه لا هم یو ستونزمن او خطرناک کار دی. ژغورونکي دې کار لپاره له بېلابېلو لارو چارو او وسایلو کار اخلي. یو یې د ژغورنې سپي دي.

د سپیو د بوی حس ډېر پیاوړی دی او همدا بیا په دې عملیاتو کې ډېر مهم تمامېږي. په دې رپوټ کې د ګرې په نامه، له قرغزستان یو جرمن شپرډ نسلی سپی وینو چې په ترکیه کې پر کار بوخت دی.