د هندي بزګر او مرغه تر منځ د ملګرتیا کیسه

د ویډیو تشریح، د هندي بزګر او مرغه تر منځ د ملګرتیا کیسه
د خپرېدو وخت

نژدې یو کال مخکې د هند مهاراشټر ایالت اوسېدونکي بزګر محمد عارف په خپله کرونده کې یو ټپي شوی مرغه وموند.

اوس دا مرغه د محمد عارف د سفر ملګری هم دی او ویډیو یې پر خواله رسنیو خورا ډېره لاس پر لاس کېږي. محمد عارف وايي، په کور کې یې د ټپي شوي مرغه درملنه او پالنه وکړه. دی وايي، فکر یې کاوه، چې مرغه به له ښه کېدو وروسته په خپله مخه لاړ شي، خو داسې و نه شول.

مرغه له ده سره پاتې شو او د دواړو تر منځ ملګرتیا خوږه شوه. دی وايي، ملګری یې له نورو مرغانو سره الوځي، خو هره ورځ له لمر لوېدو مخکې کور ته ستنېږي.