ايران کې د زدکوونکو مسمومېدل: ۱۲۰۰ نجونې يې اغېزمنې کړې
د خپرېدو وخت
په ایران کې، ښکاري چې، د زهرجن ګاز په بریدونو کې تر ۱۲۰۰ ډېر زدکوونکي په ښوونځيو کې په نښه شوي دي. دا پېښې د ۲۰۲۲ کال له نومبر میاشتې همداسې روانې دي خو تېره اوونۍ ډېرې شوې.
په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي او د خلکو غوسه لا هم دوام لري. امریکا کې، د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي د ښوونځي د ښځینه زده کوونکو د مسمومېدو رپوټونه د ژورې اندېښنې وړ دي.
د بي بي سي فارسۍ برخې خبریال پرهم غبادي نور جزییات لري: