د پاکستان اقتصادي کړکېچ: د پيسو ارزښت يې نور هم ټيټ شوی
د خپرېدو وخت
د پاکستان له پیسو نړیوال صندوق سره د یو اعشاریه دوو میلیارد ډالرو پر پور خبرې لا هم ځنډېدلې دي. د پور ترلاسه کولو لپاره پر پاکستان ځینې شرطونه ایښودل شوي.
دې شرطونو پوره کولو لپاره د پاکستان حکومت ځینې ګامونه هم اخیستې دي. دا په داسې حال کې چې په پاکستان کې انفلاسیون په تاریخي ډول تر ټولو لوړ شوی.
د سود نرخ یې هم لوړ ختلی دی. د پېښور د ځينو اوسېدونکو نظرونه اورو.