نيويارک کې د کډوالو ستونزه: چارواکي له مرکزي حکومته مرسته غواړي

د ویډیو تشریح، نيويارک کې د کډوالو ستونزه: چارواکي له مرکزي حکومته مرسته غواړي
د خپرېدو وخت

د نیویارک ښار چارواکي د ولسمشر جو بایډن پر ادارې فشار راوړي چې د بې شمېره کډوالو د ورتګ غم وخوري. دوی وايي نیویارک ښار کافي خدمات نلري چې دوی ته یې برابر کړي.

له تېر پسرلي راهیسې، تر ۴۵۰۰۰ ډېر کډوال نیویارک ښار ته ورغلي دي.

اوس دغلته بې کوره کسانو لپاره په پناه ځایونو کې تر ډېره کډوالو اوسېږي.

د کډوالو مسله اوس ډېره سیاسي شوې ده. اوس د دېموکرات ګوند غړي هم پر ولسمشر بایډن غږ کوي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.