تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دوو ساعتونو هوايي سفر لپاره پورته شوې جاپانۍ الوتکه ولې ۱۴ ساعته په هوا کې پاتې شوه؟
په جاپان کې یوه الوتکه د هوايي ډګر تړل کېدو له وخته ایله لس دقېقې وروسته هلته ورسېده او بیا تر ۱۴ ساعتونو پورې په هوا کې ګرځېده.
د جاپان ائرلاینز هوايي شرکت جې ایل ۳۳۱ نومې دا الوتنه له توکیو هوايي ډګره د تخنیکي ستونزې له کبله یو ساعت ناوخته والوته، خو پر وخت منزل ته د نه رسېدو له کبله بېرته هماغه هوايي ډګر ته ستنه شوه، چې سفر یې ترې پیل کړی و.
د یادونې ده چې پر لس بجې هغه هوايي ډګر تړل کېږي چې دا الوتکه ورروانه وه.
مسوولین وايي، له هغه وروسته الوتکې خپل منزل فوکوکا ته نژدې کیتاکېوشو هوايي ډګر کې د کېناستو هڅه وکړه، خو پیلوټانو ته ویل شوي وو، چې تر هوټلونو پورې د ټولو ۳۳۵ مسافرو لپاره بسونه نه شي چمتو کېدای او د کېناستو غوښتنه یې رد شوې.
د اوساکا په کانسای هوايي ډګر کې هم د الوتکې لپاره د تېلو ترلاسه کولو غوښتنې په ځواب کې ویل شوي وو، چې د مسافرو لپاره د هوټلونو انتظام نه شي کېدی. بالاخره دا الوتکه بېرته توکیو ته ستنه شوې او پر بله ورځ مسافر خپل منزل ته استول شوي.
مسافرو پر خواله رسنیو ویلي، د دوو ساعتونو سفر یې په ۱۶ ساعته جنجالي سفر بدل شوی، خو په وینا یې هوايي شرکت مناسب تاوان ورکړی.
فوکوکا هوايي ډګر چې د دې الوتکې منزل و، د شپې له لسو د ګهیځ تر ۷ بجو پورې د خلکو نژدې مېشت سیمې له کبله الوتکو د تګ، راتګ اجازه نه ورکوي.
د اساهي شېمبو نومې ورځپاڼې په رپوټ کې د هوايي ډګر مسوولینو له قوله ویل شوي، دوی یوازې د موسم خرابۍ، یا ځغاستلیکې ګڼې، ګوڼې له کبله له دې وخته وروسته هم ځینو الوتکو ته د کېناستو اجازه ورکوي.
بل لور د الوتنو ریکارډ ښيي په هماغه ورځ وروسته په دې هوايي ډګر کې ځینې نورو الوتنو ته د کېناستو اجازه ورکړل شوې وه. د توکیو په هانیدا هوايي ډګر کې هم د ورځې پیل کې د چټکو بادونو له کبله نورې الوتنې هم ځنډول شوې وې.
د بلومبرګ رپوټ ښيي چې جې ایل ۳۳۱ یوازینۍ الوتنه وه، چې رد شوې ده.