د انسټاګرام تبصرې تر ۱۰ کلونو بند سزا سره مخامخ کړې
د خپرېدو وخت
په روسیه کې کرملین د هغو خلکو لپاره له ځپونکو مقرراتو کار اخلي چې پر اوکرایین د روسیې له یرغل سره مخالفت ښيي یا نیوکه پرې کوي. ۲۰ کلنه اولیسیا کریوتڅووا پر خواله رسنیو د جګړې ضد تبصرې خپرولو له کبله کوربنده شوې ده. د پوهنتون دغه محصله د ترهګرۍ د توجیه کولو او د روسي پوځ د بدنامولو له تورونو سره مخامخ ده او اوس د هېواد د ترهګرو نوملړ ته وراضافه شوې ده. پر اوکرایین د روسیې د یرغل په ښکاره نیوکه ان تر ۱۰ کلونو زندان پورې یوڅوک کشولی شي.