د امریکا چرنوبل؛ د اوهایو اورګادي پېښې کې هوا ته خوشي شوي زهرجن مواد څومره خطرناک دي؟

امریکا اوهایو

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا د اوهایو ایالت د یوه ښار قهرجن اوسېدونکي غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې دوې اونۍ وړاندې له یوه اورګاډي څخه غورځېدلي زهرجن کیمیاوي مواد د اوسېدونکو لپاره خطر نه لري. خو د سیمې اوسېدونکي وېرېدلي او دا پېښه یې ان له "چرنوبل" سره پرتله کړې.

په خوشي شویو کیمیاوي موادو کې یو یې وینیل کلورایډ وو، چې د کارسینوجن په نوم هم پېژندل کېږي.

امریکايي چارواکي وايي، سیمه خوندي ده، خو په نژدې سیندونو او ویالو کې زرګونه مړه کبان موندل شوي او یو شمېر اوسېدونکي له سر او د سترګو در د او ستونزو سره مخ شوي دي.

چارواکو هڅه کړې چې د امریکا د اوهایو په ایالت کې د ښار اوسېدونکو ته د کیمیاوي موادو د خطر په اړه ډاډ ورکړي.

په هغه پیښه کې، یو بار وړونکی اورګاډی چې ۱۵۰ واګونونه یې درلودل له پټلۍ ووت، چې له امله یې لږ تر لږه پنځه ډوله خطرناک کیمیاوي مواد هوا ته خپاره شول. په پېښه کې ۵۰ واګونونه زیانمن شول چې په لسو کې یې زهرجن مواد بار وو.

د اورګاډي له پېښې شاوخوا دوې اونۍ وروسته په اوهایو کې اوسېدونکي لاهم د خپلو پوښتنو ځوابونو ته سترګې په لار دي.

دا مواد څومره خطرناک دي؟

امریکا اوهایو

د عکس سرچینه، Reuters

د متحده ایالاتو د چاپیریال ساتنې اداره وايي، لږترلږه پنځه خطرناک کیمیاوي توکي هوا ته خوشي شوي چې پکې ګازولین، ایتیلین ګلایکول مونوبوتیل ایتر، ایتیل هیکسیل اکریلایټ، اسوبوتیلین او بټیل اکریلایټ شامل دي.

خو هغه کیمیاوي مواد چې د سیمې خلک یې تر ټولو زیات اندېښمن کړي، وینیل کلورایډ دی.

وینیل کلورایډ اکثرا د پلاستيکي محصولاتو لکه پایپونو ، بوتلونو ، بریښنایی کیبلونو او بسته بندیو کې کارول کیږي. وینیل کلورایډ یو ډېر خطرناک او سوځېدونکی، بې رنګه ګاز دی چې معمولا په مایع ډول لېږدول کېږي.

وروسته تر هغه چې مرستندویه ځواکونو د چاودنې د خطر له امله په پنځو واګونونو کې هلته وینیل کلورایډ ته اور واچاوه، د سیمې اوسېدونکي د سر او ستوني درد، د سترګو سوځیدلو او د "کیمیاوي موادو بوی" احساسوي.

په یوه کوچني ښار کې چې د وګړو شمېر یې تر پنځو زرو کم دی، ستر او تور لوګي د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه رامنځته کړې.

وینیل کلورایډ څومره خوندي دی؟

امریکا اوهایو

د عکس سرچینه، Reuters

که څه هم دا ماده د سرطان رامنځ ته کېدو مادې په نوم پېژندل کېږي، خو دا چې خلک پرې اخته شي احتمال یې لږ دی. خو له دې کیمیاوي مادې سره تماس، کولای شي د یو شمېر اغېزو لامل شي:

د دې ګاز سره مخ کېدل د ټوخي، ساه لنډي، خپګان احساس، سر درد احساس رامنځته کوي.

د پوټکي یا سترګو سره یې د تماس له امله د پوټکي خارښت، پاړسوب او سوځېدو احساس رامنځ ته کېږي

د اوبلن وینیل کلورایډ ګاز (مایع) سره تماس د یخنۍ وهلو لامل کېږي.

له وینیل کلورایډ سره په پرلپسې او دوامداره توګه تماس د ځګر د زیان لامل کېدای شي .

د دې اونۍ په پیل کې، د هوا کیفیت تر ارزونې وروسته، د چاپېریال ساتنې ادارې اعلان وکړ چې د سیمې په هوا کې هېڅ راز ککړتیا نه لیدل کېږي. دغه سازمان دا هم ویلي چې په سلګونو کورونو کې دننه یې د هوا ارزونه کړې او کوم زهرجن کیمیاوي مواد یې نه دي پکې موندلي.