تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د هغه چینايي بالون پاتې شوني لټوي چې د جاسوسۍ شک پرې کېږي
د امریکا د سمندري ځواکونو غوټه وهونکي هغه چینايي څارونکي بالون پاتې شوني لټوي چې له ویشتلو وروسته د سویلي کارولینا په سواحلو کې وغورځېد.
د امریکا پخواني جګپوړي پوځی چارواکی تمه لري چې دا چاره یو څه ژر تر سره شي او متخصصین د بالون پر پاتې شونیو څېړنه او ارزونه پیل کړي.
د امریکا جنګي جټ الوتکو دغه 'څارګر' بالون هوا کې د شنبې په ورځ په نښه کړ او د امریکا د اوبو په یوې پراخه سیمه کې یې پاتې شوني خواره واره شول.
یاد بالون د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکه ترینګلتیا رامنځ ته کړې. دامریکا په فضا کې یې له موندلو سملاسي ورسته د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چین ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ.
چینایي چارواکو دا رد کړې چې یاد بالون د جاسوسۍ لپاره کارېده او ټینګار یې کړی چې دا د هوا حالاتو د څار بالون و.
د امریکا د پوځي ځواکونو پخوانی لوی درستیز اډمیرل مایک مولن د یکشنبې په ورځ وویل، ګومان کوي چینايي پوځ به په لوی لاس دا کار کړی وي چې د ښاغلي بلېنکن سفر ګډوډ کړي.
د نوموړي سفر وروستیو کلونو کې د امریکا او چین د لوړپوړو چارواکو په کچه لومړی سفر و.
ښاغلی مولن وايي: "دا تصادفي نه و، دا قصدي و، دا استخباراتي و."
جمهوري غوښتونکو سیاستوالو بیا د امریکا ولسمشر جو بایډن په دنده کې په بې پروايۍ تورن کړی چې اجازه یې ورکړې له کوم خنډ پرته دا بالون هېواد ته دننه شي.
د مریکا سنا کې د استخباراتي کمیټې مرستیال مارکو روبیو سي ان ان ته ویلي: "دا د چین یوه بې شرمه هڅه وه چې ولسمشر د سه شنبې ورځې له وینا مخکې وشرموي."
امریکايي چارواکي وايي، خلک هیله لري چې حکومت د دې پېښې څرنګوالی روښانه کړي او د بیا پېښېدو مخه یې ونیسي.
اسوشېتېډ پرېس خبري اژانس ویلي، انځورونه ښيي چې دغه بالون له کوچنۍ چاودنې وروسته په اوبو کې رالوېدلی دی.
څو ورځې وړاندې ددغه بالون تر لیدل کېدو وروسته پر ولسمشر بایډن ډېر سخت فشارونه وو.
چین ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو مشر وانګ یي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړي او د هغه څه په اړه چې دوی یې د چین "هوایی کښتۍ" بولي او د امریکا پر فضا ګرځي، غږېدلي دي.
دواړو لوریو په دې تړاو چې څنګه د تصادفي پیښو سره په ارامه او مسلکي ډول چلند وشي خبرې کړې دي.