څنګه یوې ۱۸ کلنې کاناډایۍ ناڅاپه ۴۸ میلیونه ډالر وګټل؟

د عکس سرچینه، Ontario Lottery and Gaming Corporation
تنکۍ ځوانې ژولېت لیمو د لومړي ځل لپاره زړه ښه کړ چې د لاټرۍ ټکټ وپېري، دې په انلاین ډول د لوټو په نوم د لاټرۍ ټېکټ واخیست.
نوموړې د ټېکټ په هغه لومړي نمبر اخیستو سره د لاټرۍ ټولې پیسې وګټلې او سمدلاسه یې خپل مالي مشاور وټاکه.
ژولېت تر ټولو ځوانه کاناډايۍ ده چې دومره لویه جایزه یې ګټلې.
ډېری تنکي ځوانان چې ناڅاپي له فکره لرې شتمنۍ څېښتنان شي بیا عجیب او غریب کارونه کوي پښې یې په ځمکه نه لګېږي خو ژولېت غواړي چې له خپلې بړستنې پښهې ونه باسي.
نوموړې غواړي خپلې لوړې زده کړې وکړي او ډاکټره شي.
ژولېت د خپلې بریا لمانځلو لپاره تېره جمعه د کاناډا لویدیځ ولایت اونتریو کې د لاټرۍ مرکز ته ورغلې وه.
نوموړي وايې، ومې ژړل خو دا د خوښۍ اوښکې وې.
"زما لا هم باور نه کېږي چې ما دې په خپل لومړي ټکټ سره د لاټرۍ د سروزو ټولګه (د ټولې لاټرۍ پېسې) ګټلې وي."

د عکس سرچینه، Getty Images
ژولېت وايي، لاټرۍ یې بیخي له یاده وتلې وه خو کله یې چې واوریدل د جنورۍ د ۷مې لاټرۍ ګټونکې د دوی د سیمې اوسیدونکې ده بیا یې خپل ټکټ ته ور پام شو.
دا وايي، کله چې د خپل ټکټ لیدلو لپاره یې د ځېرک تلیفون اپ خلاص کړ نو د تلیفون په ښېښه یې شغلې خورې شوې او د سترې ګټونکې خطاب پرې را څرګند شو.
نوموړې وايي: "همکار مې له ډېرې حیرانتیا په ګونډو شو."
"هغه چیغې وهلې ، او که رښتیا ووایم هر یوه چیغې وهلې چې ما ۴۸ میلیون ډالره ګټلي دي"
کارځای کې د هغې مشر ورته ویلي و چې کولی شي له کاره وخته کور ته لاړه شي خو مور یې ورته وویل، چې باید د خپل کاري وخت تر پوره کېدو پورې کار ځای کې پاتې شي او خپل کار خلاص کړي.
ژولېت وايي، د مالي مشاور په مرسته چې خپل پلار یې دی د ګټل شویو پېسو ډیره برخه به په پانګونې کې بندې کړي.

د عکس سرچینه، Alamy
پلار یې لا وار دمخه غوره مالي مشوره ورکړې وه دا یې د پلار نظر و چې ورته یې وویل، لاټرۍ وپېري.
د دغې لاټرۍ ګټونکې غواړي له پور اخیستو پرته خپلې زدکړې وکړي او د خپلو همدې پېسو یوه برخه په خپلو زدکړو ولګوي چې د ډاکټره کېدو خوب یې پوره شي.
نوموړې غواړي یو څه تفریح هم وکړي او پلان لري چې له خپلې کورنۍ سره په سفر لاړه شي.
"زه غواړم بېلابیلو هېوادونو ته لاړه شم، د هغوی تاریخ، او کلتور زده کړم خواړه یې وخورم او ژبه یې واورم."
ژولېت د خپلو هغو مینه والو مشورو ته هم غوږ نیسي چې له نوموړي سره یې شریکوي.
دا وايي، پېسې ستاسو شخصیت نه په ډاګه کوي دا کار دی چې ستاسو شخصیت ښکاره کوي.




















