تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا لومړی وزیر موټر کې د کمربند نه تړلو له کبله جریمه شوی
د بریتانیا لومړی وزیر رېشي سوناک تر هغې وروسته جریمه شوی چې روان موټر کې یې خواله رسنۍ ته ویډیو کړې او په دې ویډیو کې ښکاري چې د خوندیتوب کمربند یې نه دی تړلی.
ښاغلي سوناک مخکې له دې کبله بښنه هم غوښتې او ویلي و چې دا د 'قضاوت تېروتنه' وه.
که انګلستان کې څوک له کمربند تړلو پرته موټر کې د سپرلۍ په حال کې ونیول شي او دا په داسې حال کې وي، چې موټر کمربند هم ولري، نو ځای پر ځای تر ۱۰۰ پونډه جریمه کېدای شي.
که خبره محکمې ته ځي نو امکان شته چې دا جریمه ۵۰۰ پونډو ته ورسېږي.
د ښاغلي سوناک په اړه ویل شوي چې دا ویډیو یې د بریتانیا شمال ته د سفر په لړ کې لنکاشېر کې ډکه کړې.
دا ویډیو چې د بریتانیا لومړی وزیر پکې د حکومت لګښتونو کې د انډول په ملاتړغږېدلی، د نوموړي پر انسټګرام خپره شوې وه.
دا تر یوه کال کمه موده کې دویم ځل دی چې ښاغلی سوناک د ثابتې جریمې خبرداری ترلاسه کوي.
تېر اپریل کې نوموړی له مخکیني لومړي وزیر بورېس جانسن او ښځې کاري سره یو ځای د کورونا وبا د محدودیتونو له اصولو د سرغړونې له کبله جریمه شوی و.
هغه مهال ویل شوي وو چې ښاغلي سوناک په ۲۰۲۰ کال د ښاغلي جانسن د زېږېدو ورځې د لمانځلو مېله کې برخه اخیستې وه.
بریتانیا کې د ثابتې جریمي خبرداری له قانون د سرغړونې پر مهال صادرېږي او داسې جریمي ته ویل کېږي چې باید ۲۸ ورځو کې دننه دننه تحویل شي.
که څوک د دا ډول جریمې پاڼه ترلاسه کوي نو جریمه باید تحویل او یا پرې اعتراض وکړي.
که څوک پر جریمه اعتراض وکړي نو بیا دا پرېکړه پولیس کوي چې جریمه بېرته لغوه کړي که موضوع محکمې ته وسپاري.