د بریتانیا شهزاده: په رسنیو کې د ۲۵ طالبانو د وژلو خبر "خطرناک درواغ دي"

شهزاده هري
د خپرېدو وخت

شهزاده هري په افغانستان کې د هغه له خوا د ۲۵ طالب جنګیالیو د وژلو په تړاو د بریتانوي رسنیو انګېرنې "خطرناک درواغ" بللي او له خپلو څرګندونو یې دفاع کړې ده.

د "سپېر" په نوم کتاب د شهزاده هري د یادښت یوه برخه د هغه شمېر کسانو په اړه ده چې ویل شوي، هري په افغانستان کې د خپلې دندې پرمهال وژلي او دا چې د "شطرنج دانو" په څیر بلل شوي وو، غبرګونونه یې راوپارول.

د دغې برخې تر خپرېدو وروسته چې بریتانوي رسنیو له هسپانوي خپاره شوي متن څخه راخیستی وو، یو شمېر پوځیانو غبرګونونه وښودل او دا یې له پوځي اخلاقو لېرې وبلل او ویې غندل.

طالبانو هم د هري د څرګندونو په اړه توند غبرګون وښود او یو شمېر طالبانو د هري د محاکمې غوښتنه هم وکړه.

شهزاده هري د سي بي اېس شبکې سره په مرکې کې وویل، بریتانوي رسنیو د هغه څرګندونې " متن ته له پاملرنې پرته " را اخیستي او وايي د د دوی دا ډول خپرونې کولای شي د شاهي کورنۍ د غړو امنیت خوندیتوب له خطر سره مخ کړي.

هغه ویلي، د افغانستان د جګړې د جزییاتو په افشا کولو سره غواړي په هغې جګړې کې د پخوانیو سرتیرو د "ځان وژنې" مخه ونیسي.

شهزاده هري وايي "پرته له شکه، تر ټولو خطرناک درواغ چې دوی ویلي، هغه دا دي چې ما په افغانستان کې د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه ویاړ کاوه. "

شهزاده هري زیاتوي " که ما هم اورېدلي وايي چې څوک پر داسې کړنو ویاړي، نو په غصه کېدم، خو دا درواغ دي. "

هغه په ټینګار سره وايي: "دا په ریښتنې توګه خواشینونکې او ځورونکې ده چې دوی کولای شي دا ډول چلند وکړي." "زما خبرې خطرناکې نه دي، خو زما د خبرو بڼې بدلول زما د کورنۍ لپاره خورا خطرناک دي." هغه پر بریتانوي رسنیو تور ولګاوه چې قصدا یې د راپور ورکولو دا بڼه غوره کړې. "

شهزاده هري ویلي، هغه غوښتل په افغانستان کې د خپلې دندې په تړاو "ریښتینی" اوسي. پخوانیو سرتېرو ته دا زمینه برابره شي چې پرته له کوم شرمه د جګړې په اړه خپلې تجربې شریکې کړي او د دغو جزییاتو له شریکولو څخه یې ټوله موخه د پخوانیو سرتېرو له ځان وژنې څخه مخنیوی دی.