د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د نوي ۲۰۲۳ کال لمانځلو شېبې

د ویډیو تشریح، د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د نوي ۲۰۲۳ کال لمانځلو شېبې
د خپرېدو وخت

د اسټرالیا په سېډني ښار کې د ۲۰۲۳ کال هرکلی په اور لوبو پیل شو، چې پرله پسې لس دقیقې روانې وې. وروسته پاریس، لندن، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو کې هم د نوي کال جشنونه جوړ او اورلوبې وشوې.

د امریکا دوه لېرې پراته کوچني ټاپوګان به وروستي ځایونه وي چې د ۲۰۲۳ کال هرکلی کوي.