د امریکا ژمني توپان کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۲ تنو ته رسېدلی

د ویډیو تشریح، کنګل پوښلي کورونه
د خپرېدو وخت

سړې هوا او يخنۍ د امریکا په بېلابېلو سيمو کې ګڼ ځاني زيان اړولی دی. د شمېرو له مخې په ځانګړې ډول د نیویارک په بوفالو ښار کې سړې هوا له کبله يوازې دوشنبې ۲۸ تنه مړه شوي دي.

د نیویارک ایالت چارواکي ویلي، ځینې کسان ان څه باندې دوې ورځې په ګاډو کې بند پاتې دي چې "احتمالاً" دا د دوی په ژوند کې تر ټولو ناوړه توپان دی.

وړاندې د بوفالو ښار چارواکې کتي هوچل ویلي وو، دا ښار اوس لکه د 'جګړې ډګر' په شان ښکاري.

په ټول هېواد کې بيا تر دې مهاله د ۶۲ تنو مړينه تائيد شوې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د بېړني حالت اعلان کړی چې په لړ کې به یې د نیویارک ایالت فدرالي ملاتړ ته اجازه ورکړل شي.

نوموړي پر ټویټر لیکلي: "زړه مې له هغو کسانو سره دی چې د اونۍ رخصتیو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي".

د یخنۍ دغه څپې له کاناډا پیل او د امریکا د سویلي تګزاس ایالت پورې د لسګونه میلیونه خلکو ژوند له کړاو او بندښت سره مخ کړی دی.

د نیویارک ایالت والۍ کتي هوچول چې خپله هم د بوفالو ښار اوسېدونکې ده سږنی توپان او یخني د دې ښار په تاریخ کې بې مخینې بللې ده.

A restaurant covered in ice from the spray of Lake Erie waves in Hamburg, New York state. Photo: 24 December 2022

د عکس سرچینه، Reuters

نوموړې وایي، "د ښار ځینې برخې داسې دي لکه جګړې چې ځپلې وي، د سړکونو هرې خواته بې شمېره موټر بې حرکته ولاړ دي."

د ژغورنې ډلې وایې چې یوازې اووه کسان چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو داسې مهال یې ژوندونه له لاسه ورکړې چې ټول په خپل موټر کې بند پاتې وو.

په ورمانت، اوهایو، میسوري، ویسکانسین، کانزاس او کلوراډو ایالتونو کې هم یو شمېر خلک مړه شوي دي.

تر ټولو ډيره یخني د امریکا مونتانا ایالت په لوېدیځه برخه کې ثبت شوې چې د هوا پېژندنې ځایې ادارو د معلوماتو له مخې د سانتي ګراد په کچه تر منفي ۴۵ راټېټه شوې ده.

د کاناډا په لوېدیځ برېټېش کولمبیا ایالت کې د یوه بس موټر د ښویېدو او ټکر په پېښه کې څلور تنه وژل شوي دي.

Medics evacuate a man in an ambulance in Wyoming County, New York state. Photo: 26 December 2022

د عکس سرچینه، Reuters

د دې هېواد په کبک ایالت کې بیا د ۱۲۰ کورونو برېښنا هم پرې شوې ده.

په دواړو هېوادونو کې د دغه سړې څپې ځپلې سیمو خلک له ګڼو ستونزو ته سره مخ شوي او حکومتونه هڅه کوي چې راګیرو خلکو ته د ژوند لومړني توکې ورسوي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د خوندیتوب لپاره په خپلو کورونو کې پاتې شي.