تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ايران کې احتجاج کوونکې مېرمنې: په زندان کې د مرګ تر کچې ځورول شوې
بي بي سي ته په ایران کې د وروستیو حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې د نیول شویو ښځو د جنسي ځورونې په اړه جزیات ورکړل شوي دي.
په دې اړه، د بشري حقونو فعالې نرګس محمدي له بند بي بي سي ته یو لیک استولی چې په ایوین زندان کې له مظاهره کوونکو ښځو سره د وروستیو پېښو په اړه تفصیل پکې لیکل شوی دی.
ایران کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د مظاهرو پر مهال زرګونه کسان نیول شوي. دغلته بندي ښځې د چارواکو له خوا د تاوتريخوالي او شکنجه کېدو خبر ورکوي.
کورنۍ یې ډېر کله ګواښل کېږي او له څه ویلو منع کېږي خو د یو څو مېرمنو په اړه معلومات شته چې په توقیف کې له ښځو سره د چلند ناوړه انځور ښيي.