د سرطان ناروغۍ درملنه: کمساري پرمختګ نوې هيلې ټوکولې دي

د ویډیو تشریح، د سرطان ناروغۍ درملنه: کمساري پرمختګ نوې هيلې ټوکولې دي
د خپرېدو وخت

د لندن ګرېټ اورمونډ سټريټ روغتون ډاکټرانو، په لومړي ځل، د حجرو درملنې د يوې نوې بڼې په کارولو د هغې ۱۳ کلنې نجلۍ بریالۍ درملنه کړې، چې د وينې په سرطان اخته وه.

دا نوې کمسارې درملنه چې، د بېس اېډېټېنګ يا د بنسټ بدلونه یې بولي، د بسپنه شویو حجرو کې جينيټيکي بدلونونه راولي، دا حجرې بیا پر خپل وار پر سرطاني حجرو بريد کوي.

نجلۍ اوس د رغېدو په حال کې ده. د بي بي سي طبي چارو خبريال فرګوس والش يې په اړه رپوټ لري: