اوکرايين کې جګړه: سلګونه زره خلک برېښنا او اوبه نلري

د ویډیو تشریح، اوکرايين کې جګړه: سلګونه زره خلک برېښنا او اوبه نلري
د خپرېدو وخت

د اوکرايین دوه لوی ښارونه هڅه کوي له هغو بریدونو ورغېږي چې پرون پرې روسیې وکړل او تر ډېره یې د دغه هېواد د برېښنا او انرژۍ سرچینې په نښه کړې. لږ تر لږه د دریو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د کیېف ښاروال ویتالي کلېتچکو وايي په پلازمېنه کې یوازې درېیمه برخه خلک تودوخې لپاره سون توکي او اوبه لري.

ټرانسپورتي یا د اورګاډو سیسټم هم کار نکوي. په دوهم لوی ښار خارکیف کې چارواکو ویلي پرون (جمعه) ۵۵ سلنه اوسېدونکو ته برېښنا بېرته ځای پر ځای شوې ده.