بریتانیا د ګډوالو ورتګ: د بېړۍ ډوبېدو کې څلور کسان وژل شوي

د ویډیو تشریح، بریتانیا د ګډوالو ورتګ: د بېړۍ ډوبېدو کې څلور کسان وژل شوي
د خپرېدو وخت

بريتانيا او فرانسې د دې ټټر وهلی، د هغو ورانکاره ډلو شبکې به ويجاړوي چې د خلکو قاچاقوولو کاروبار کې ښکېلې دي.

دا هم وروسته له هغه چې څلور کسان یې له انګرېز تنګي تېرېدو کې د لېږدوونکې کښتۍ ډوبېدو کې مړه شول.

۳۹ کسان د ډسمبر پر ۱۴ مه له کنګلوونکو اوبو وايستل شول، وروسته له هغه چې د کبانو ښکار يوې وړې بېړۍ چې له دې ځايه تېرېده، دا ډوبېدونکې جاله يا کښتۍ ومونده.

د کب نيونې بېړۍ عمله وايي د خلکو په چيغو ويښ شول، ۵ کسان یې وموندل چې له وړاندې په خپله کښتۍ پورې نښتي وو.

چلوونکي يې خپله بېړۍ له وړې کښتۍ سره نژدې کړه، او د کسانو په ژغورلو یې پيل وکړ، چې ورپسې د سمندرغاړو ساتندويان او سمندري ځواکونه هم ورورسېدل.

د نورو ورکو شوو کسانو لټون نن هم روان دی.