بريتانيا کې په دريو لسيزو کې په لومړي ځل د يوه کان سپړلو اجازه ورکړل شوې

د ویډیو تشریح، بريتانيا کې په دريو لسيزو کې په لومړي ځل د يوه کان سپړلو اجازه ورکړل شوې
د خپرېدو وخت

د انګلنډ شمال لوېديځ کمبریا کې په ۳۰ کلونو کې په لومړی ځل د سکرو يو نوی کان پرانيستل کېږي.

دا کان به بريتانيا او د نړۍ لروبر کې د پولادو جوړولو لپاره سکاره توليدوي.

ملاتړي یې وايي دا به په يوه محرومه سيمه کې لا ډېرې دندې پیدا کړي، خو ګوتنيوونکي وايي دا کان به د کاربون ګازو وتلو له مخنيوي سره په تړاو، ټاکل شوې موخې زيانمنې کړي، دې پرېکړې، د بريتانيا واکمن ګوند او د کمبريا دننه هم نظرونه سره وېشلي دي.