ایا ښځې ډېرې غوسه کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, بي بي سي ۱۰۰
- دنده, ښځې
- د خپرېدو وخت
د امریکا ګالوپ څېړنیز بنسټ د ښځو او سړیو ترمینځ د غوسې یا قهر مالومولو په اړه کلنۍ نظرپوښتنه خپره کړې چې پکې د ښځو د غوسې کچه په تېرو لسو کلونو کې خورا زیاته ښوول شوې. خو ولې؟
دوه کاله وړاندې طهشا ریني په خپل پخلنځي کې ولاړه وه، د زره له تله یې زوروره، ډاروونکې او لویه چیغه وکړه، دې کار دا حیرانه کړه. هغه په دې هکله وایې: غوسه هغه احساس دی چې اوس هر وخت په ډېرې اسانۍ له ما اظهاریږي، دا هغه څه نه دي چې ما یې مخکې احساس کړی وو.
دا د کورونا وبا په مینځ کې وه چې د غوسې لوړه کچه یې درلوده، طهشا به د پخوا په شان ۲۰ دقیقې د خپل کور شاوخوا ګرځیدله، څو د هغه څيزونو نوملړ جوړ کړي چې دا یې غوسه کوله. خو له هغې چیغې وروسته طهشا په فزیکي ډول په زیاته کچه ددې احساس وکړ چې بدن یې سپک محسوس کړ.
طهشا چې یوه هیپنوتهراپسته او د روزونکې ده، له هغه راهیسې د زوم له لارې د انلاین اپلکشن زوم له لارې ښځې یو ځای کوي او د هغه څېزونو په هکله ورسره خبرې کوي چې دوی غوسه کوي او بیا چیغې ته اړې شي.
د ګالوپ کلنیو نړیوالو نظرپوښتنو له لس کلونو مالوماتو څخه د بي بي سي تحلیل یا اخیستنه داده چې ښځې ژر غوسه کېږي. ددې نظر پوښتنې په ترڅ کې هرکال له یو لک شلو زرو ډېر خلک په نږدې ۱۵۰ هېوادونو کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پوښتل شوې چې په مخکینیو ورځو کې یې څه ډول احساس درلود.
کله چې په ځانګړي ډول د منفي احساساتو خبره راځي - غوسه، خواشیني، فشار او اندېښنه - ښځې په دوامداره توګه د نارینه وو پرتله ډېر ځله د دې ډول احساس په اړه خبرې کوي.
بي بي سي د خپلې شننې په ترڅ کې موندلې چې له ۲۰۱۲ زیږیز کال را پدیخوا د سړیو پرتله ډېرو ښځو د خپګان او اندېښنې په اړه خبرې کړې، پداسې حال کې چې دواړه جنسونه په ثابت ډول د ژوند پړاوونه مخکې وړي، خو چې د غوسې او روحي فشار خبره راځي بیا د دواړو ترمنځ واټن زیاتېږي.
په ۲۰۱۲ زیزدیږ کال کې د دواړو یانې سړیو او ښځو ترمینځ د مساوي غوسې او رواني فشار راپور ورکړل شوی وو، خو نه کاله وروسته ښځې د شپږو پاینټونو په اخیستو سره په غوسه کې له سړیو مخکې شوې.

دې چار په متحده ایالاتو کې یوه معالجه سارا هارمون هیڅ حیرانه نه کړه. د ۲۰۱۲ کال په پیل کې هغې د ښځینه مراجعینو یوه ډله جوړه کړه چې په یوه ډګر کې ودریږي او چیغې یې ووهلې. هغه وایې: ''زه د دوو کوچنیانو مور یم، ورسره مې له کوره کار کاوه، چې زه یې اغېزمنه کړم او د خواشینۍ احساس مې وکړ ، دا خپګان د بشپړې غوسې لامل شو. ''
یو کال وروسته هغه بیا همغه ډګر ته ورغله. هغه وایي: ''دا همغه چیغه وه چې په مجازي نړۍ کې خپره شوه، یوه خبریال د مېندو په نامه ددې له یوه ګروپ څخه اخیستې وه چې وروسته یې په ناڅاپي ډول د ډېرو نورو خبریالانو پام ځانته واړاوه. ''
سارا په دې باور ده چې له داسې یو څه یې ګټه اخیستې چې ښځې یې هرځای احساسوي، سخته ناهیلي چې د هغوي پر اوږو بار د ناورغۍ پیټۍ نور هم درنوي.
په ۲۰۲۰ کال کې د مالي مطالعاتو موسسې یوه نظرپوښتنه چې په بریتانیا کې ترسره شوه او نږدې پنځه زره مېندې او پلورونه پکې وپوښتل شول، په ډاګه کړه چې د قرنطین پر مهال په کورنیو کې مېرمنو د سړیو پرتله د کور په کارونو کې ډېره ونډه اخیستې وه او خپل کاري ساعتونه یې کم کړي وو، په داسې حال کې چې کور ته د ګټې په راوړلو کې هم مخکښې وې.
په ځینو هېوادونو کې د ښځو او سړیو ترمینځ چې وایي یوه ورځ مخکې غوسه وو توپير د نړیوال معیار پرتله لوړ دی. په ۲۰۲۱ کال کې په کمبودیا کې دا توپير ۱۷ سلنه وو په داسې حال کې چې په هند او پاکستان کې بیا ۱۲ سلنو ته رسېد.

د عکس سرچینه، Getty Images
ارواپوهه داکټره لکشمي ویجایا کومار په دې باور ده چې دا د هغو شخړو پایله ده چې د زدکړو، په دندو د ښځو د ګومارلو او اقتصادي ځان بساینې په برخو کې د ښځو د رول زیاتوالي له امله راغلې ده.
هغه زیاتوي: ''ددې ترڅنګ نظامونه، پخواني دودونه او نرواکي هم د هغوي پښې تړي، د نر واکې ټولنې او دا چې یوه ښځه له کوره د وتلو ازادي ترلاسه کړي، نه همغږي د ډېرې ناخوښۍ او غوسې لامل ګرځي.
د هرې جمعې په ماښام د هند په چنای کې چې ګڼه ګوڼه زیاته وي هرڅه درته روښانوي:
''تاسو وینی چې نارینه په ډېرې راحتۍ د چایو ځښلو هټۍ ته ځي او سګریټ هم څکوي. خو بل لور ته بیا وینئ چې مېرمنې په بیړه د بس او یا ټرین تمځایونو ته منډې وهي. او پخلي ته یې ور بیړه وي، ډېری مېرمنې ترکاري یا تازه سابه په لاره په اورګاډي کې ټوټه کوي چې بیا یې پاخه کړي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
ښځو څومره پرمختګ کړی
د بي بي سي د سلو ښځو نوملړ کې هر کال له ټولې نړۍ سل الهام بښونکې او غیزناکې ښځې معرفي کېږي. سږ کال دا ویاړ لري چې لس کاله له لومړني نوملړ څخه وروسته پدې برخه کې پرمختګ وي، بي بي سي ساوانته کومریس کمپنۍ ته دنده سپارلې چې په ۱۵ هېوادونو کې له مېرمنو وپوښتي چې اوسنی حالت یې له ۲۰۱۲ زیږدیز کال سره پرتله کړي.
نږدې نیمو پوښتل شویو ښځو په هر هېواد کې ویلي دوي له لسو کلونو مخکې اوس د دې وړتیا ډېر احساس کوي چې خپله خپلې مالي پرېکړې کولای شي.
دارنګه له امریکا او پاکستان پرته په نورو هېوادونو کې نیمايي پوښتل شویو ښځو ویلي چې دوی ته اسانه شوې چې د ژوند له شریک سره یې د یو ځای کېدو په اړه د خپل نظر بیانولو له حقه ګټه واخلي. په دې هېوادونو کې نږدې دوه پر دریو پوښتل شویو ښځو ویلي چې خواله رسنیو یې په ژوند کې مثبت بدلون راوستی، خو دا شمېرې بیا په امریکا او بریتانیا کې له پنځوس سلنې ټیټې دي.
له پنځلسو په دولسو هېوادونو کې ۴۰ سلنه پوښتل شویو ښځو بیا ویلي چې د وینا ازادۍ دوی ته دا حق ورکړی چې د تېرو لسو کلونو پرتله اوس پرمختګ وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دارنګه کورونا وبا هم د ښځو په کار او ژوند اغېز کړی. د ملګرو ملتونو د ښځو برخې یوه پوهه ژینټ ازکونا وایې په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د ښځو د کاري بوختیا پرمختګ سوکه وو. په امریکا کې بیا کورونا وبا د ښځو ترمینځ د غوسې زیاتوالي کې ډېر رول درلود، خو د ګالوپ نظر پوښتنې دا نه ده په ډاګه کړې چې له سړیو سره یې توپیر څومره دی.
شمیرې ښيي چې د ښځو د لوړ خپګان او فشار په اړه ډېر راپورونه ورکړل شوي دي.
په ځينو نورو هېواونو کې هم ورته حالت بیان شوی، په برازیل، یوروګوای، پيرو، یونان او قبرس کې ښځې له سړیو ډېرې له رواني فشار سره مخ دي. په برازیل کې له لسو، شپږ ښځو ویلي چې دوي د تېرو ورځو پرتله ډېر د خپګان او فشار احساس کوي.
خو د طهشا ریني په شان په امریکا کې ډېرې ښځې بیا په دې باور دي چې نور دې حالت ته د پای ټکی کېږدي. هغه وایې: ''که چېرې د کوم بدلون لاره وي نو ډېرې ښځې چمتو دي چې د غوسې په ځای یې ځانته وټاکي. ''
د ګالوپ کلنۍ سروې چې په ۱۵۰ هېوادونو کې نږدې ۱۲۰ زره کسان پکې پوښتل شوي د نړۍ د لویانو یا ځوان نسل نږدې ۹۸ سلنه جوړوي، چې د هرې برخې استازي پکې د مخامخ مرکو او ټلیفون له لارې غږول شوي دي.
خو د ساونتا کومبریس نظر پوښتنه کې ۱۵ زره او ۷۲۳ ښځې چې عمرونه یې له اتلسو کلنو زیات دی په انلاین ډول د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر او نومبر ترمینځ پوښتل شوې دي. په دې نظر پوښتنه کې هم د ښځو په استازیتوب پوښتل شوې ښځې د عمر او سیمې په پام کې نیولو سره ټاکل شوې دي.



















