د ښځو په تړاو نظر پوښتنه ښيي چې د پخوا پرتله اوس ډېرې غوسه دي
د خپرېدو وخت
په ټوله نړۍ کې ښځې د نارینه وو پرتله د خپګان، ډېر فشار، ډېرې اندېښنې او غوسې احساس لري.
د بي بي سي د سلو ښځو لړۍ د یوې برخې په توګه، موږ نن، د ګالپ نړیواله سروې چې د خلکو احساس پکې پوښتل شوی دی، تحلیلوو.
په دې سروې کې څه باندې ۱۲۰ زرو خلکو برخه اخیستې وه او په پایله کې موندل شوي چې په ټوله کې اوس ډېر خلک وايي چې احساس یې منفي دی خو دغه احساس د سړیو پرتله په ښځو کې ډېر او څرګند دی.