ايران کې د احتجاجونو دوام؛ د کاروباريانو له خوا د کار بنديز اعتصاب

د ویډیو تشریح، ايران کې د احتجاجونو دوام؛ د کاروباريانو له خوا د کار بنديز اعتصاب
د خپرېدو وخت

پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښیې چې په څو ښارونو او ښارګوټو کې دوکانونه تړل شوي.

د چارشنبې ورځې د پلازمینې تهران په آزادۍ چوک کې لاریون لپاره پلانونه هم جوړ شوي دي.

د اعتصاب پرېکړه او ډله ایز خوځښت لپاره ورته نورې غوښتنې د ناکراریو د زیاتوالي لامل شوې، دا ګډوډي د سپتمبر په میاشت کې، په توقیف کې، د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې له امله رامنځته شوې.