د داعش له ماتې وروسته سوريه کې زرګونه پخواني غړي لا هم زندانونو کې دي

د ویډیو تشریح، د داعش له ماتې وروسته سوريه کې زرګونه پخواني غړي لا هم زندانونو کې دي
د خپرېدو وخت

نژدې څلور کاله وروسته له هغه چې "اسلامي دولت" نومې ډله (داعش) ماته شوه، زرګونه مشکوک غړي یې لا هم د سوریې شمال کې بندځايونو کې دي.

د امريکا په مشرۍ ائتلاف وايي دا کسان نړۍ ته خطر جوړوي، خو اصلي ټاټوبي يې بېرته ورستنولو ته غاړه نه ږدي.

د بي بي سي نفيسه کهنورد ته کمسارې اجازه ورکړل شوې، چې دغو پنډغالو او بندځايونو ته ورشي.