فوټبال نړیوال جام: د لوبې عرب مينه وال
د خپرېدو وخت
قطر کې د فوټبال نړيوالې اتلولۍ ته د چمتوالي بهير خورا ناندره ييز و. خو د فوټبال عرب مينه والو لپاره بيا دا يو داسې فرصت دی، چې دې سيمه کې لومړۍ ځل د سپورټ يو تر ټولو لوی فعاليت شېبې تېرې کړي.
د بي بي سي عربۍ خبریاله مروه حلمي قطر کې وه، چې د فوټبال عرب مينه وال وګوري، يو په کې د سعودي دی، چې قطر ته رسېدو کې يې له زرو کيلومترو زيات پلی مزل کړی.