د اوکرايين لومړۍ مېرمن وايي خلک له ټولو ناخوالو سره ژمی تېروی

د ویډیو تشریح، د اوکرايين لومړۍ مېرمن وايي خلک له ټولو ناخوالو سره ژمی تېروی
د خپرېدو وخت

په اوکرایین کې د جګړې په غځېدو، په داسې حال کې چې پر بنسټیزو ابادیو یې د روسي بریدونو له امله برېښنا هم پرې شوې، ژمی په رانژدې کېدو دی. ولسمشر یې ولودمير زېلېنسکي څو ځله په خپله شپنۍ وینا کې له نړۍ مرسته غوښتې ده.

او اوس یې د ژوند ملګرې، لومړۍ مېرمن، اولینا زېلېنسکا تر پخوا ډېره را ښکارېږي او ډېرېدونکی مسوولیت یې پر غاړه اخیستی دی.

د بي بي سي د ۱۰۰ ښځو لړۍ لپاره، زموږ د نړیوالو چارو مشرې خبریالې لیز دوسېت له مېرمن زېلېنسکا سره خبرې کړې دي.