اندونیزیا زلزله؛ تر خاورو لاندې ماشوم درې ورځې وروسته ژوندی ژغورل شوی
د خپرېدو وخت
په اندونیزیا کې مرستندویانو له یوې خورا زورورې زلزلې درې ورځې وروسته یو پنځه کلن ماشوم چې ازکا نومېږي، د ورانو ودانیو له خاورو، خځلو ژوندی ژغورلی.
په یوه ویډیويي کلیپ کې چې د اطفایې ځايي ادارې خپور کړی، دا ماشومان په هوښ کې او ارام ښکاري. ځايي ډاکترانو د ماشوم ازکا درملنه کړې او له هغه وروسته خپلوانو ته سپارل شوی.