د مرجاني ډبرو پايښت؛ سره سمندر کې له ګواښ سره مخ دي

د ویډیو تشریح، د مرجاني ډبرو پايښت؛ سره سمندر کې له ګواښ سره مخ دي
د خپرېدو وخت

داسې بېلګې راټولې شوې، چې ښيي د مصر سره سمندرګي غاړې سره د تېلو يوه چاڼځي ککړتيا، د نړۍ ځينو ورستيو پاتې مرجاني ګاکرو پايښت ګواښي.

د بي بي سي عربۍ او د سورس مټېريال په نامه ډلې خبريالانو يوې پلټنې موندلې، د سره سمندرګي مرجاني ګاګرې، چې په خپله کمسارې بڼه پېژندل کېږي، او د سمندر زياتېدونکې تودوخې پر وړاندې ځانګړی مقاومت ښيي.

دا د داسې زهرجنو اضافي اوبو له امله تر ګواښ لاندې دي، چې د تېلو چانځي يوې بټۍ له لوري سمندر کې غورځول کېږي.

دا موندنې داسې مهال خپرېږي، چې مصر د شرم الشيخ خپل استراحتځي کې د کاپ۲۷ چاپېريال سرمشريزې کوربه دی، چې دې دوو ورځو کې پای ته رسېږي.