سرو چنګاښانو څنګه د اسټرالیا ټاپو لاندې کړ؟
د خپرېدو وخت
هر کال لسګونه میلیونه سره چنګاښان د اسټرالیا کریسمس ټاپو – چې د هند سمندر کې له پیرټ نه ۲۶۰۰ کیلومتره واټن کې دی- په سر اخلي. چنګاښان خپل کلنی مهاجرت له استوايي ځنګله تر سمندر پورې د ملګرتیا او زیږون مراسمو کې پیلوي. کلنی مهاجرت یې له لومړني لامده موسمي باران سره پیلېږي. دا په ټاپو مېشتو وګړو هم اغېز کوي، هلته لارې تړل کېږي چې چنګاښان خپل تګلوري ته سیده کړل شي.