تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سویډن کې دوه وروڼه د روسیې لپاره په جاسوسۍ تورن شوي
سویډن کې چارواکي وايي، دوه وروڼه د روسیې لپاره په جاسوسۍ تورن شوي دي. د چارواکو په وینا دواړو وروڼو له لسو کلونو راهیسې د روسي استخباراتو لپاره کار کاوه.
د مسوولینو په وینا دواړو وروڼو د سویډن امنیتي ادارو سره دنده درلوده او یو ورور پروسږکال د نیول کېدو پر مهال په یوه حکومتي اداره کې د مدیر دنده درلوده. چارواکو له دوی سره موبایل ټیلیفونونه، یو ځپل شوی هارډ ډیسک او د پېسو او زرو لېږد، رالېږد لیکلي یاداشتونه هم نیولي دي.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې د دې دواړو وروڼو مدافع وکیل له قوله ویل شوي، چې دوی جرم ردوي. چارواکي بیا باور څرګندوي چې ۴۲ کلن پیمان کیا او ۳۵ کلن پیام کیا په شریکه د روسیې پوځي استخباراتي ادارې جي ار یو ته د معلوماتو ورکولو لپاره کار کاوه.
دواړه وروڼه په ۲۰۲۱ کال کې نیول شوي او له هغه راهیسې په زندان کې ساتل کېږي. د سویډن ملي امنیت ادارې لوړ پوړی څارنوال پېر لیندقفیست وايي، دغه سري معلومات چې ''د یوه بهرني ځواک لاس کې د سویډن امنیت ته خطر پېښولای شي '' ښايي هغه مهال تر لاسه کېدو هڅه شوې چې مشر کیا د سویډن امنیتي ادارو او پوځ کې دنده درلوده.
رپوټونو کې ویل شوي پروسږ کال د نیول کېدو پر مهال پیمان کیا د سویډن خوراک ادارې امنیت برخې مشري پر غاړه درلوده. پر دوی لګول شویو تورونو کې ویل شوي کله چې پیمان ونیول شو، کشر ورور یې پیام یو کمپیوټري هارډ ډرایو مات کړی چې وروسته د خځلو له ټوکرۍ موندل شوی.
د پیام په هکله ویل کېږي چې توانېدلی له روسي استخباراتو سره اړیکه ونیسي او معلومات ورکړي. د موضوع حساسیت له کبله د دې قضیې ډېر معلومات نه دي برالا شوي. که پر دې دواړو وروڼو لګېدلي تورونه ثابت شي، د سویډن قانون له مخې په عمري زندان محکومېدای شي، چې په دغه هېواد کې معمولاً له شلو تر پنځه ویشتو کلونو پورې ده.