اوکرايين: د ماريوپول ويجاړی؛ سلګونه قبرونه په کې موندل شوي
د خپرېدو وخت
د اوکرایین سوېلي ښار ماریوپول د یرغل په لومړیو کې د روسیې سختو بمباریو له امله ویجاړ شوی دی.
دغه ښار د روسي ځواکونو له خوا کلابند شوی او اوس اوکرایني چارواکي اټکل کوي چې لږ تر لږه ۲۵ زره کسان هلته وژل شوي دي.
د بي بي سي په دغه رپوټ کې د ښار له ژوندي پاتې شویو خلکو سره خبرې شوې دي.
د دوی کیسې څرګندې او دردوونکې دي او یو خبرداری دا چې راپور کې د ځان وژنې خبرې هم شوې دي او کېدای شي خپه مو کړي.