افغان ماشومې هند کې د انځورګرۍ سیالۍ کې لومړی مقام ګټلی
د خپرېدو وخت
د هند ډیلي کې مېشته افغان ماشومه کډواله عایشه ساپۍ د دغه هېواد د کور جوړولو ملي بانک له خوا د انځورګرۍ په یوه جوړه شوې سیالۍ کې لومړی مقام ګټلی.
دغه سیالي د استوګنې نړېوالې ورځې په پار جوړه شوې وه چې ګڼو زده کوونکو پکې ګډون کړی و.
عایشه د درېيم ټولګي زده کوونکې ده، چې د هند دولت د کور جوړولو او ښاري چارو وزیر ښاغلي هردیپ سینګ له خوا د خپل هنر له امله په مډال، ستاینلیک او نقدی جایزه ستایل شوې ده.