د ایران لاریونونه: 'دا یې پیل دی'

د ویډیو تشریح، د ایران لاریونونه: 'دا یې پیل دی'
د خپرېدو وخت

په وروستیو کې افغانستان او د عراق کردستان کې د ښځو لاریونونه وشول او د ایران له لاریونونو ګاونډیو هېوادونو کې هم ښځو الهام واخیست. سارینا پناهیدي درې کاله مخکې له ایران ووتله. کورنۍ او ملګري یې لاهم ایران کې اوسېږي او ځینې واټونو ته راوتلي دي. دوی بي بي سي ته ویلي نظام یې چې د بندولو لپاره هرڅه ورسره کوي، دوی به خپل خپل لاریون ته دوام ورکړي.

سارینا اوس په یوه ګاونډي هېواد کې خوندي ده او خپل پخواني فعالیتونه خپرولی شي، دا وايي وروستیو پېښو ایران کې د ننه او بهر د ښځو د ازادۍ لپاره لاره هواره کړه.