سعودي عربستان امریکا ته پر خپله خاوره د ایران د احتمالي بریدونو خبر ورکړی

د عکس سرچینه، Getty Images
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه ځانګړي رپوټ کې ویلي چې سعودي عربستان واشنګټن ته د ایران لخوا د دوی پر خاوره د احتمالي برید خبر ورکړی دی.
په رپوټ کې راغلي چې ریاض د دغه احتمالي برید په اړه خپل اطلاعات او شواهد د امریکا له حکومت سره شریک کړي دي.
له دې سره رپوټونه وايي چې امریکا او څو سیمه ییزو ملګرو یې د سعودي عربستان له دغه خبرداري وروسته سیمه کې د خپلو ځواکونو د تیارسي کچه لوړه کړې ده.
بلخوا واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي په حواله چې د ریاض لخوا پر دې شریکې شوېو موضوع خبر دی لیکلي چې د ایران لخوا د سعودي خاوره کې پر ځینو اهدافو د دغو بریدونو په اړه وړاندې شوي شواهد معتبر برېښي.
د امریکا دفاع وزارت ویاند پټ رایډر د سې شنبې پر روځ سیمه کې د امریکايي ځواکونو د تیارسي کچې د لوړېدو خبر په منلو سره وویل چې واشنګټن او ریاض له یو بل سره په اړیکه کې دي.
هغه زیاته کړه امریکا دې ته له پام پرته چې ځواکونه یې عراق یا بل هېواد کې ځای پر ځای دي، د ځان د دفاع حق خوندي ګڼي.
خو د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند بیا د دغه مطرح شوي ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې واشنګټن او ریاض په پوځي او اطلاعاتي برخو کې په اغیزناکه توګه تماس کې دي.
هغه زیاته کړې چې هېواد به یې د ځان او خپلو متحدانو له دفاع ډډه ونه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یو شمېر امریکايي چارواکو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي د ایران د دغه ګواښ هڅه دا ده چې دغه هېواد کې له حکومت ضد اعتراضونو عامه افکار او د نړیوالې ټولنې پام بل خوا واړوي.
د ایران دغه احتمالي برید ته د امریکا د چمتوالي کچې په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکړ شوي.
په دې لړ کې یوه امریکايي چارواکي د دغه هېواد سي اېن اېن تلویزیوني شبکې ته ویلي چې امریکا د ایران له اړخه د هر ډول احتمالي ګواښ مقابلې ته سعودي کې خپلې اېف ۲۲ جنګي جېټ الوتکې چمتو کړي، خو یوه بل چارواکي بیا ویلي چې امریکا سیمه کې د خپل تیارسي کچه کې هېڅ بدلون نه دی راوستی، ځکه دغه ګواښ نېغ په نیغه ځان ته متوجه نه ګڼي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې چې لومړی یې دا موضوع راپورته کړې، د سعودي عربستان د چارواکو له خولې راخیستي چې د ایران د احتمالي برید په ګواښ کې عراق او په ځانګړې توګه د دغه هېواد کردستان او اربیل سیمې هم شاملې دي.
ایران د دغه احتمالي برید راپورونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو دغه هېواد کې روان احتجاجونه د خپلو "دښمنانو" د مداخلو او لمسون پایله ګڼي.

د دغه هېواد د سپاه پاسداران ځواکونو مشر حسین سلامي په دې لړ کې د سعودي عربستان، اسراییل او امریکا نومونه هم اخیستي او د غچ ګواښ یې ورته کړی دی.
دغو ځواکونو ایران کې د روانو احتجاجونو له پیله تر دې دمه د عراق کردستان کې پر ځینو اهدافو د توغندیو بریدونه هم کړي چې لسګونه ملکي کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې.
د همداسې یوه برید پر مهال سیمه کې میشتو امریکايي ځواکونو د ایران ډرون الوتکې هم رانسکورې کړې.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي عراق کې یې د کرد ګوندونو پر اهدافو د رهبري شویو توغندیو او چاودېدونکو ډرون الوتکو دا بریدونه د دې لپاره کړي چې ایران کې له روانو اعتراضونو سره ملاتړ کوي.




















