امریکایۍ ښځه د داعش ښځینه ډلګۍ ته د روزنې له کبله بندي شوه

Allison Fluke-Ekren

د عکس سرچینه، Alexandria Sheriff's Office

د عکس تشریح، دې دا هم منلې ده چې تر ۱۰۰ ډېرو ښځو او هغو نجونو ته یې پوځي روزنه ورکړې ده، چې د ځینو عمرونه یې تر لسو کلونو لوړ نه وو.
د خپرېدو وخت

یوه امریکایۍ ښځه - چې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د ټولو ښځو د کنډک په مشرۍ یې اعتراف کړی، په شل کاله بند محکومه شوې ده.

د کنساس پر ۴۲ کلنې الیسن فلوک ایکرن په څه باندې اتو کلونو کې په عراق، سوریه او لیبیا کې د ترهګریزو کړنو تور لګېدلی.

دې دا هم منلې ده چې تر ۱۰۰ ډېرو ښځو او هغو نجونو ته یې پوځي روزنه ورکړې ده، چې د ځینو عمرونه یې تر لسو کلونو لوړ نه وو.

پر الیسن فلوک ایکرن په تېره جولای میاشت کې دا تورونه ولګول شول.

د حکم تر اورېدو مخکې، څارنوالانو ویلي د قانون په رڼا کې حد اقل ټاکل شوې سزا د هغې لپاره کافي نه ده، خو باید پرې مجازات شي.

د هغې دفاعي ډلې هڅه وکړه چې دې ته د سزا نا محدوده لنډه موده وټاکل شي.‌ دوی داسې استدلال کړی چې ګنې په جګړه ځپلې سوریه کې یې له خپلې تجربې ټکان خوړلی دی.

د محکمې د اسنادو له مخې، دا پخوانۍ ښوونکې د کنساس په اوربروک کوچنۍ ټولنه کې لویه شوې، بیا یوه سخت‌دریځه وسله واله شوې او د داعش په لیکو کې یې ترفېع کړې ده.

په داسې حال کې چې له داعش ډلې سره ګڼې ښځې یوځای شوې وې او ځینو جګړه او نورو چارو کې برخه اخیستې ده، خو الیسن فلوک ایکرن یوه کم‌پېښه قضیه لري چې په دودیز ډول نرواکې ډله کې د مشرتابه مقام ته لوړه شوې ده.‌

د امریکا د عدلیې وزارت او عامه ریکارډونو د معلوماتو له مخې، چې بي بي سي لیدلي، ښيي چې هغه له خپل هغه دویم مېړه سره د ۲۰۰۰ کال لومړیو کې منځني ختیځ ته تللې چې د "اسلامي دولت" ډلې د لیبیا (انصار الشریعة) ډلې غړی و او مړ شوی دی، په دې موده کې دا وخت- ناوخت کنساس ته تللې ده.

په ۲۰۱۲ کال، هغه سوریې ته قاچاق شوې او د داعش فعاله غړې ګرځېدلې، په جګړه کې د خپل مېړه له وژل کېدو وروسته یې له ګڼو نورو جنګیالیو سره واده کړی.‌

د هغې دوه وروستي مېړونه هم وژل شوي، چې یو پکې بنګله دېشی د بې پیلوټه الوتکې متخصص و، او د داعش ډله کې جنګېدل.

کابو څلور کاله وروسته، دا د (خطیبه نُسیبه) مشره او سمبالګره شوه، دا د "اسلامي دولت" نومې ډلې د ښځو یو کنډک و چې سوریه کې د دې ډلې پلازمېنه رقه کې یې بنسټ اېښودل شوی.

Rebel fighters from Islamic State in Iraq and the Levant

د عکس سرچینه، Other

امریکايي چارواکي باوري دي چې ددې اصلي دنده ښځو ته د کلاشنیکوف، ګرنېټونو او ځانمرګو واسکټونو په ګډون پوځي روزنه ورکول وو.‌

داسې هم انګېرل کېږي چې ګنې هغې په امریکا کې د احتمالي ترهګریز برید لپاره ځینې فعالیت کړی.

د محکمې په حکم کې د امریکا مرستیال څارنوال راج پریخ لیکلي چې فلوک ایکرن "د تنکیو نجونو ماغزه مینځلي او وژلو ته یې روزلې دي".

دی زیاتوي: "هغې د ترهې لار هواره کړې،‌ خپل ماشومان یې له جسمي، رواني او عاطفي اړخه ځورولي دي".

له داعش ډلې سره د یوځای شویو امریکایانو کره شمېر لا روښانه نه دی، خو د جورج واشنګټن پوهنتون څېړنیزې شمېرې ښيي چې شاوخوا ۳۰۰ کسانو سوریې او عراق ته د دې کار لپاره سفرونه کړي.

د ۲۰۲۰ کال وروستیو کې، امریکايي چارواکو وویل چې ۲۷ تنه یې بېرته راستانه کړي چې لس تنه یې د ترهګرۍ په جرمونو تورن دي.