تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عمران خان ادعا؛ ګوندونه د تحریک انصاف او پوځ ترمنځ جنګ ته لمن وهي
په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان لاریون نن پنځمه ورځ هم د پلازمېنې اسلام اباد پر لور روان دی.
نن نوموړي خپل سیال ګوندونه په دې تورن کړي، چې دده په خبره دده د ګوند او پوځ ترمنځ جګړې ته لمن وهي.
له دې سره چې مخکې ویل شوي وو، دغه لاریون به د جمعې په ورځ اسلام اباد ته رسېږي اوس ښاغلی خان وايي، د روانې میاشتې نهمې یا لسمې نېټې ته به پلازمېنې ته رسېږي.
د پخواني لومړي وزیر عمران خان لاریون نن پنځمه ورځ د پنجاب له ګوجرانوالې سیمې د اسلام اباد پر لور راوخوځېد او پلازمېنې اسلام اباد ته د رارسېدو پلان يې هم ځنډولی دی.
د نن ورځې لاریون چې له ګوجرانوالې د عمران خان په وینا پیل شو، ښاغلي خان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او پخوانی ولسمشر اصف زرداري په دې تورن کړل، چې دده په خبره د پوځ او دده ګوند ترمنځ د جګړې اور ته لمن وهي.
"نن یو ځل بیا په لندن کې ناست تښتېدلی او ددې هیواد تر ټولو لویه ناروغي زرداري دواړه په ګډه دا هڅې کوي، چې د پاکستان تر ټولو لوی ګوند تحریک انصاف د پوځ مخې ته ودروي او اسټيبلشمنټ يا پوځ ددې لوی ګوند پر ضد ودروي. دا د دې هیواد پر ضد یو سازش دی".
که څه هم د عمران خان پلویان وايي، پلازمېنې اسلام اباد ته يې د لاریون د ځنډېدا لامل په بېلا بېلو سیمو کې ولسي غونډې کول دي او د تېر پرتله د لا زیاتو خلکو راټولول دي، خو په اسلام اباد کې بیا ځينې سرچینې ددې ځنډېدا لامل مذاکرات بولي او زیاتوي، ښاغلي خان ځکه دغه لاریون اوږد کړ، چې وايي، کېدلی شي، د خبرو له لارې يې غوښتنې ومنل شي. خو د نوموړي پلویان بیا ډېری ان له حکومتي ګوندونو سره د مذاکراتو پر ضد دي.
"دا د ريښتینې خپلواکۍ لاریون دی، چې له لاهوره پيل شوی او اسلام اباد ته به رسېږي. له هېچا سره هم په مذاکراتو کې دلچسپي نه لرو. خو که چېري مذاکرات کېږي هم، بیا به هم دغه لاریون درېږي نه او اسلام اباد ته په هرصورت رسېږي".
بلې خواته د واکمن ګوند مشر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف بیا پر خپل ګوند او اتحادیانو غږ کړی، چې د عمران خان هېڅ غوښتنې دي نه مني او ټول ټاکنې دي په ټاکلي وخت اعلان کړي. ښاغلی خان ددې لاریون له لارې په پاکستان کې د ژر تر ژره ټول ټاکنو د کېدو غوښتنه کوي.