جنوبي کوريا کې وير؛ د هالوين جشن پر مهال درنه مرګژوبله اوښتې

د ویډیو تشریح، جنوبي کوريا کې وير؛ د هالوين جشن پر مهال درنه مرګژوبله اوښتې
د خپرېدو وخت

جنوبي کوريا کې پلټونکي وايي دوی لا هم پر هغه حالت سم نه پوهېږي، چې له امله یې پرون پلازمېنه سيول کې ټمبټېل وشو، او لږترلږه ۱۵۳ کسان په کې ووژل شول، چې ډېر يې ځوانان وو.

دا ناورين د ايټايوون په نامه د ښار لمانځنو برخه کې داسې حال کې پېښ شوی، چې خلکو په کې هالووين لمانځه.

د جنوبي کوريا کورنيو چارو وزير لي سانګ مين ويلي، چارواکو داسې اټکل نه و کړی، چې سل زره خلک به د ايټايوون نرۍ کوڅه سره پنډ شي، او له دې پرېکړې یې دفاع وکړه، چې له مخکې یې دې سيمې ته لا نور پوليس نه وو لېږلي.

ډېرې مړينې وړه کوڅه کې شوې، چې ګڼو خلکو په کې د هالووين جامو کې داسې ښکارېده چې يو بل يې سره ټېله کول.