سوېلي کوریا کې د هالووین جشن خونړۍ پېښه

د ویډیو تشریح، سوېلي کوریا کې د هالووین جشن خونړۍ پېښه
د خپرېدو وخت

د سوېلي کوریا پلازمېنه سیول کې د یوه جشن پر مهال د خلکو ګڼې ګوڼې او ټېل ماټېل کې لږترلږه ۱۵۳ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.‌

چارواکي وايي دا پېښه اېتایوون سیمه کې د هالووین جشن لمانځلو پر مهال شوې چې زرګونو کسانو پکې ګډون کړی وو.

دا د کورونا وبا له محدودیتونو راوروسته لومړی ځل و چې سیول کې له ماسکونو پرته د هالووین جشن لمانځل کېده.

ځايي رسنیو لومړیو کې د ۵۹ کسانو د مړینې خبر ورکړی و خو دا شمېر وروسته لوړ شو.

د دې پېښې ډېری قربانیان ځوانان دي. چارواکو تایید کړې چې په وژل شویو کې ۲۰ بهرني وګړي دي.