هند کې د غوا خوشايي جشن
د خپرېدو وخت
د هند په ګوماتاپوره کلي کې د ګوریهابا مېلې په ترڅ کې یو ځايي اوسېدونکی چیتن کومار وايي: "زموږ باور دا دی چې زموږ د کلي معبود بیراشوارا سوامي د غوا په خوشایو کې زېږېدلی و."
د دې کلي اوسېدونکي هر کال د څراغونو له جشن دیوالي وروسته په سیمه کې کور پر کور ګرځي، د غواګانو خوشايي ټولوي چې بیا وروسته پر یوه بل د همدې خوشایو د ګوزارونو لپاره کارول کېږي. د هندوانو له باور سره سم غوا سپېڅلې ده او خوشايي هم میکروب ضد عناصر لري چې درملنې ته ګټه کوي. ځايي ډاکترانو د کورونا وبا پر مهال د درملنې لپاره د خوشایو کارولو ضد خبرداری ورکړی و او په وینا یې دې سره نورې ناروغۍ خپرېدای شي.