د بريتانيا نوي لومړي وزير لومړۍ کاري ورځ
د خپرېدو وخت
نن په کار کې د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه د ریشي سوناک لومړۍ ورځ ده. ده خپله نوې کابینه جوړه کړې ده - د محافظه کار ګوند د بېلابېلو برخو خلک پکې دي - کابینې ته یې د حکومت د متحد کولو د هڅې په سترګه کتل کېږي.
ښاغلي سوناک پرون تر واکمنېدو وروسته د اوکرایین له ولسمشر ولودیمير زیلینسکي او د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره خبرې وکړې.
د هند مشر نریندرا مودي هم په یوه ټویټ کې مبارکي ورکړه او و یې ویل، لېواله دی چې پر نړیوالو مسایلو له ښاغلي سوناک سره یو ځای کار وکړي.
ښاغلی سوناک په داسې حال کې لومړی وزیر کېږي چې په مخکې یې ډېرې نړیوالې مسلې پرتې دي - لکه په اوکرایین کې جګړه او په نړۍ کې د انرژۍ بحران.