تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ناروې یو کس روسیې ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی
د ناروې امنیتي چارواکي وايي، د پوهنتون یو استاد یې روسیې ته د جاسوسۍ په تور نیولی.
د اوسلو د داخلي امنیت ادارې یا (پي اېس ټي) دغه کس کار ته د تلو پر مهال "بنسټیزو ملي ګټو ته د ګواښ" په تور نیولی دی.
دغه شکمن کس چې ویل کېږي دېرش کلن دی د یوه برازیلي اکاډمیک شخص په نامه ځان پېژندلی و خو چاواکي وايي چې په حقیقت کې دغه کس روسی دی.
اوسلو کې د مسکو سفارت ځايي رسنیو ته ویلي چې د دغه شکمن کس د هویت په اړه مالومات نه لري.
د ناروې چارواکو ویلي دغه کس له ۲۰۲۱ کال راهیسې د هېواد په شمال کې د ترومسو پوهنتون کې د څېړونکي په توګه دنده کوله.
د پي اېس ټي د مشر مرستیالې هدویګ مو خبریالانو ته ویلي، څېړونکي دې ته اندېښمن دي چې دغه کس"ښايي د ناروې په شمال کې د غه هېواد د سیاست په اړه ځينو پټو مالوماتو ته لاسرسی موندلی وي."
خو د نوموړي وکیل سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې هغه دا تورونه ردوي.
نوموړې زیاته کړې:" که آن دا شاهي امنیت ته ګواښ هم پېښ نه کړي خو اندېښنه مو دا ده چې روسیه به ترې ناوړه ګټه واخلي:"
آغلې مو د شکمن کس د نیول کېدو د لامل په اړه له څه ویلو ډده وکړه خو ویي ویل چې:" دا یقینا دلته د هغه د فعالیتونو د ختمولو لپاره غوره ځای و."
یوې محکمې امر کړی چې دا کس دې د څلورو اوونیو لپاره ونیول شي، د پي آېس ټي ویاند سیمه ییزو رسینو ته ویلي چې دا قضیه "لویه " ده.
چارواکي په دې باور دي چې نیول شوي کس په ناقانونه توګه د روسیې په ګټه د یوه پلان له مخې کار کاوه.
د روسیې اطلاعاتي سازمانونه د لومړي لپاره د سړې جګړې پر مهال د کی جي بي له خوا اداره کېدل او په وروستیو کلونو کې د ولسمشر ولادمیر پوتین له لوري راژوندي شوي.
د روسیې استخباراتي ادارو مخکې له دې چې خپل جاسوسان نورو بهرنیو هېوادونو ته واستوي دوی ته یې جعلي پېژندند پاڼې جوړولې.
آغلی مو وايي:" معمولا ناقانونه ماموران هغه کسان دي چې د جاسوسانو په توګه ترې کار اخیستل کېږي چې اطلاعات پرې راټول کړي، د ناقانونه ماموران راټولول یوه اوږد مهاله پروژه ده چې ډېر لګښت لري. د دولت اصلي لوبغاړي ترې یوازې ګټه اخلي او مالومه خبره ده چې روسیې په تېر کې له دوی ډېر کار اخیستی."
له دې وړاندې هم ناروې څو نور روسان روسیې لپاره د جاسوسۍ په تور نیولي.
اته کسان یې د بې پیلوټه الوتکې د الوزولو په تور نیولی چې د تیلو او ګازو زیربناوو ته نږدې لیدل شوې وې.
دغه هېواد د ناټو مهم غړی هېواد دی چې د روسیې پر ځای یې د ګازو د لوی وړاندې کوونکي په توګه یاد کړی نو ځکه د تیلو او ګازو د زیربناوو ته نږدې د ډرون الوتکو له امله اندېښمن دی.