زامنو مور د خپلې خوښې ګلانو غونډۍ ته په اوږو یووړه

د ویډیو تشریح، زامنو مور د خپلې خوښې ګلانو غونډیو ته په اوږو یووړه
د خپرېدو وخت

د هند کیرالا ایالت ۸۷ کلنې بوډۍ الیکوتي د نیلاکورنجي ګلانو لیدلو شوق وکړ، چې په هرو ۱۲ کلونو کې یوځل غوړېږي.

دوو زامنو یې د هیلې پوره کولو لپاره خپل مور پر اوږو یووړه. دواړو په نوبت هغه په اوږو ۶ کیلومتره ولېږدوله چې بالاخره د ګلانو غونډیو ته ورسېدل او هلته یې مور د ګلانو منځ کې کېنوله.